انصار: ( د وږی۹مه)، د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې مسوولین وايي، افغانۍ د ارزښت او ثبات له مخې د نړۍ په کچه درېیم ځای خپل کړی دی.
د یادې ټولنې رییس بهرام خان ځدران په همدې مناسبت جوړې شوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانیو ثبات په برخه کې د افغانستان صرافانو او پولي خدمتونو سراسري شورا او عامو خلک د افغانیو په ترویج کې ځانکړی رول ادا کړی دی.
«د افغانیو د ثبات عمده علت په ټول هېواد کې د افغانیو ترویج او د خلکو، پانګوالو اعتماد دی. څومره چې افغانۍ باثباته کېږي، په هماغه کچه د توکو پر بیو مثبت اغېز کوي. له حکومت څخه غوښتنه کوو چې صرافانو ته یو معیاري ځای په اختیار کې ورکړي.»
ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند هم وویل، په هېواد کې د افغانیو ارزښت او ثبات یو علت د افغانستان بانک له پولي سیاست څخه د خلکو ملاتړ وو.
نوموړي هم له خلکو غوښتنه وکړه چې له افغانیو څخه د راکړې ورکړې پر وخت ښه ساتنه وکړي او دا ملي هویت وګڼي.
د سرای شهزاده یو شمېر صرفان هم د افغانیو د ارزښت او ثبات په اړه خوښ دي او وايي، ټول ملت باید افغانۍ ترویج او ښه ساتنه یې وکړي.
د یادونې ده چې د افغانستان بانکه د افغانیو د ثبات او ارزښت ساتلو لپاره وخت ناوخت په میلیونو ډالر لیلام کړي تر څو افغانۍ د بهرنیو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت وساتي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33219